ملګرو ملتونو په بامیان کې د یوه ښوونځي د پرانیستلو خبر ورکړی

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کېمشنري وايي، دغه ښوونځی په هغه سیمه کې جوړ شوی چې ډېری بې‌ځایه شوي او راستانانه شوي افغانان په کې ژوند کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په بامیان کې د څه باندې ۱۲۰۰ زده کوونکو لپاره د یوه ښوونځي د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

دغې ادارې پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د قازان په نوم د هلکانو دغه ښوونځي د پراختیا لپاره د سعودي عربستان د مرستندوی صندوق په مرسته جوړ شوی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کېمشنري وايي، دغه ښوونځی په هغه سیمه کې جوړ شوی چې ډېری بې‌ځایه شوي او راستانانه شوي افغانان په کې ژوند کوي.

څه باندې ۸۳۰ ورځې کېږي چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او تر یوه کال زیاته موده کېږي چې په پوهنتونو کې یې د نجونو او ښځو تحصیل هم منع کړی دی.