د پاکستان پوځ: په ګاونډي هېواد کې 'ټي‌ټي‌پي' او نورې ترهګرې ډلې پناه‌ځایونه او ازادي لري

ارشیف: د پاکستان او افغانستان په پوله د ټي ټي پي وسله وال جنګیالي

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د امریکا له اوږده سفره تر ستنېدو وروسته نن د پوځ له جګپوړو جنرالانو او قوماندانانو سره خبرې وکړې.

په دې غونډه کې، چې د جنرال عاصم منیر په مشرۍ په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې جوړه شوه، پاکستان ته د ورپېښو امنیتي اندېښنو په شمول پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، د غونډې برخه‌والو د هغو ګواښونو او خطرونو لپاره د ستراتېژۍ په اړه خبرې وکړې چې پاکستان ورسره مخامخ دی.

په خبرپاڼه کې د افغانستان د نوم له ذکرولو پرته، راغلي چې په یوه ګاونډي هېواد کې 'ټي ټي پي' او هغې ته ورته نورې ترهګرې ډلې پناه‌ځایونه او د عمل ازادي لري.

دوی د دغو وسله‌والو ډلو لاس ته د پرمختللیو وسلو ورتلل، د پاکستان امنیت ته جدي اندېښنه وبلله.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د پوځ چارواکو په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې دولت به له خپل ټول توان څخه د ټولو ترهګرو، هغوی ته د تسهیلاتو برابروونکو او ملاتړو پرضد کار واخلي.