په بامیان کې میندو او ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو برابرولو لپاره د مرستې ژمنه وشوه

ارشیف: په افغانستان کې یو نوی زېږېدلی ماشوم په روغتون کې تر پالنې لاندې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د اسلامي پراختیا بانک ژمنه کړې چې په بامیان کې میندو او ماشومانو ته د ښو روغتیایي خدمتونو په برابرولو کې د ۱،۱ میلیون ډالرو مرسته کوي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې نن پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې د دغې مرستې په خاطر له اسلامي پراختیایي بانک څخه مننه کړې او لیکلي يې دي چې: "زموږ ګډ هدف د نویو زېږېدلو ماشومانو او میندو دواړو لپاره د حیاتي روغتیایي خدمتونو وړاندې کول دي."

د بې‌‌ پولو ډاکترانو ټولنې تېره اوونۍ وویل چې په افغانستان کې روغتیايي اسانتیاوو ته نه لاسرسي او د روغتیايي شرایطو خرابېدو د خلکو ترمنځ د مړینې خطر زیات کړی دی.

خوارځواکي بله هغه ستونزه ده چې د ډېرو ماشومانو او میندو ژوند یې له خطرسره مخ کړی دی.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف په اکټوبر میاشت کې ۸۳۸۶۳۷ هغه ماشومان په نښه کړې وه چې په خوارځواکۍ اخته شوي.

یونېسف د نومبر په ۲۷مه په خپل میاشتني راپور کې ویلي، په روغتیايي مرکزونو کې یې د دغو ماشومانو چې عمرونه یې له ۶ میاشتو تر ۵ کلونو پورې دي، یوازې د نژدې پنځوس زرو درملنه شوې ده.