امریکا اوکراین ته د ۲۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د وسلو بسته تصویب کړه

د روسیې پر وړاندې د اوکرایني ځواکونو د تهجاجمي بریدونو یو انځور

د امریکا متحدو ایالتونو پرون چهارشنبې اعلان وکړ چې د ولسمشر تر اوسني واک لاندې د امریکا له زېرمو اوکراین ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو وروستۍ بسته تصویب شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په یوه اعلامیه کې وویل چې د ۲۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت په دغه بسته کې د هوایي مدافعې مهمات، د ګرزنده توغندویي سیستمونو اضافي مهمات او د توپچي مهمات شامل دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د خپل هېواد او د خپلې ازادۍ د دفاع لپاره له خپلو اوکرایني شریکانو سره د امریکا دغه حیاتي مرسته ډېره مهمه ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي تېره اوونۍ ویلي وو چې ولسمشر جوبایډن په پام کې لري په ډسمبر کې له اوکراین سره د پوځي مرستو یوه بله بسته تصویب کړي او زیاته یې کړه چې له هغې وروسته نورې مرستې به د کانګرس موافقې ته اړتیا ولري چې په اوس وخت کې د دغسې یوه توافق احتمال لیرې بریښي.