نامعلومو کسانو د کابل پوهنتون استاد 'ډاکتر عبدالغفار همدرد' وژلی

د افغانستان په نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د افغانستان محلي رسنیو د کابل طبي پوهنتون د استاد ډاکتر عبدالغفار همدرد د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

پژواک خبري اژانس په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ په حواله ویلي چې پېښه پرون ماذدیګر د کابل ښار په ۸ مه حوزه کې شوې ده.

په خبر کې راغلي چې دغه ډاکتر د خپلې معاینه خانې مخته د نامعلومه کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.

تراوسه د پېښې انګېزه معلومه نه ده، خو پژواک د خالد ځدراڼ په حواله ویلي، هغه مشکوک کس نیول شوی چې د ډاکتر همدرد کورنۍ پرې د قتل ادعا لري.

په کابل کې تر دې وړاندې هم ډاکتران د ترور او تښتونې او نورو جنایي جرمونو قرباني شوي دي.