طالبانو له تاجکستان سره د برښنا د پېرلو په موخه قرارداد لاسلیک کړی

ارشیف: په کابل کې د برښنا مزي

د افغانستان برښنا شرکت چې طالبان یې اداره کوي، د ۲۰۲۴ کال لپاره له تاجکستان څخه د برښنا د پېرلو د یوه قرارداد خبر ورکړی دی.

دې شرکت نن په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دغه قرارداد په ترکیه کې د برښنا شرکت د اجرایوي عمومي رییس ملا محمد حنیف حمزه او د تاجکستان د برښنا سهامي شرکت د رییس محمد عمرعصازاده ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د برښنا شرکت همدارنګه ویلي چې دواړو لورو له تاجکستانه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د نویو مزو د غځولو پر مسئلې هم خبرې وکړې او ویل شوې چې تاجکستان له دې کارسره لېوالتیا ښکاره کړه.

له تاجکستانه د نوي کال لپاره د برښنا د پېرلو قرارداد داسې مهال کېږي چې د کابل په ګډون د افغانستان په لویو ښارونو کې خلک په روان ژمي کې د برښنا له ډېرو پارچاویو شکایت کوي.

افغانستان په وروستیو دوو لسیزو کې د خپلې اړتیا وړ ډېره برښنا له تاجکستان، ازبکستان ترکمنستان او ایران څخه وارده کړې ده.