ملګري ملتونه: افغانستان د مخدره موادو د استعمال له جدي ستونزې سره مخامخ دی

ارشیف: د افغانستان په فراه کې یو شمېر معتادین

د ملګروملتونو د مخدره موادو او جرمونو ضد اداره وايي، افغانستان د مخدره موادو د استعمال له جدي ستونزې سره مخامخ دی او په هرو درېیو کورنیو کې یوه یې اغېزمنه شوې ده.

دې ادارې نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې د مخدره توکو د مخنیوي، درملنې او احیا یا رغونې هڅې پیاوړې کړي او د مخدره موادو له خطر یا یې د کارولو له امله له اختلالاتو سره مخ ۷۴ زره کسانو ته مرستې رسولې دي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د تېرې تلې میاشتې په ۱۳ ویلي وو چې د افغانستان د ۴۰ میلیون وګړوله پنځو تر اتو میلیونو یې په نشه یي توکو روږدي دي.

مېرمن اوتونبایوا په یوه مرکه کې ویلي وو چې له دې ډلې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

هغې بې وزلي او درملو ته د افغانانو نه لاسرسی په نشه ‌يي توکو د روږدي کېدو عمده لاملونه بللي وو.

که څه هم د طالبانو حکومت له څو میاشتو راهیسې په لویو ښارونو کې پر مخدره موادو د روږدو کسانو د راټولولو او ځانګړو ځایونو ته یې د لېږدولو هڅې پیل کړي، خو په مخدره موادو د روږدو کسانو د سمې درملنې په اړه ډېرې پوښتنې شته.