د اسراییل د لوی درستیز خبرداری: په غزه کې به روانه جګړه میاشتې دوام وکړي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د اسراییل د پوځ لوی درستیزهیرتسي هلوي خبرداری ورکړ چې په غزه کې روانه جګړه به ډېرې نورې میاشتې دوام وکړي.

نوموړی دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې د اسراییل پوځ په غزې تړانګه کې بریدونه زیات کړي چې په نتیجه کې یې تراوسه له شلو زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د کلابنده شوې غزې دننه د پراخېدونکې بشري ناورین په اړه اندېښنو په سیمه کې د جګړې د بندېدو لپاره غوښتنې زیاتې کړې دي.

د اسراییل د پوځ لوی درستیز پرون چهارشنبې وویل چې د جګړې د اهدافو ترلاسه کول ساده نه دي.

اسراییل ژمنه کړې چې حماس به چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، په بشپړه توګه له منځه وړي. هغه ډله چې د اکټوبر په اوومه نېټه یې د اسراییل پر قلمرو په بریدونو کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.