د روسي او هندي چارواکو غونډه؛ د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر وضعیت هم بحث کوي

ارشیف: د عکس ښي لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او چپ لور ته د هغه هندی سیال ایس جی شنکر

ټاکل شوې ده چې نن د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د هند د بهرنیو چارو له وزیر ایس جی شنکر سره د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان، اوکراین، غزې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه به دا خبرې په مسکو کې وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه یوازې دومره ویلي چې د دغه هېواد پر وضعیت به بحث وشي او د دې خبرو په اړه یې نور توضحیات نه دې ورکړي.