د امریکا پوځ د سره سمندرګي پر سر د حوثي یاغیانو حملې شنډې کړي

د سره سمندرګي یوه څنډه

د امریکا د متحد ایالتونو مرکزي قوماندې خبر ورکړ چې د سره سمندرګي پر سر یې د حوثي یاغیانو د یو شمېر ډرون الوتکو او توغندیو حملې شنډې کړي دي.

د امریکا مرکزي قوماندې پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې ولیکل چې د دوی کښتیو ته د دې بریدونو پر مهال زیان نه دی اوښتی او دوی دولس ډرون الوتکې، درې د بېړیو ضد بالسټیک توغندي او دوه نور توغندي د لسو ساعتونو په ترڅ کې له منځه وړې دي.

تر دې مخکې ایران پلوه حوثي یاغیانو له غزې سره د پیوستون لپاره په سره سمندرګي کې پر یوې بېړۍ د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د حملو خبر ورکړی و.