مسوولان: په زابل کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي

ارشیف: په افغانستان کې د پولیو د واکسین له کمپیاینه یو انځور

د راپورونو له مخې په زابل ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوي.

د زابل د روغتیا ریاست د مسوولانو په وینا پرون سه شنبه رسنیو راپور ورکړی چې د پولیو دا مثبتې پېښې د مرکز کلات ښار اړوند هوا شناسي او رسالو کلیو کې رامنځته شوي.

که څه هم د طالبانو روغتیا وزارت لا رسماً د دې پېښو د تایید یا رد په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې تر دې په روان کال کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوي.

په ټول افغانستان کې دا څو ورځې د پولیو واکسیناسیون روان دی چې تمه ده شاوخوا نهه میلیونه ماشومان واکسین شي.

په افغانستان کې د پولیو د نویو پېښو په اړه وروسته له هغه اندېښنې زیاتې شوې چې پاکستان لکونه افغان کډوال له خپلې خاورې وایستل.

پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هغه وروستي هېوادونه دي چې لا هم د پولیو مثبتې پېښې په کې لیدل کېږي.