سربیا کې یو افغان تبعه د انساني قاچاق په تور له وسلې سره یوځای نیول شوی

د سربیا پولیس د ګزمې پر مهال

د سربیا پولیسو یو افغان تبعه د انسانانو د قاچاق په تور له وسلې سره یوځای نیولی.

د سربیا د کورنیو چارو وزارت پرون دا خبره رسنیو ته کړې ده.

له دغه افغان تبعه سره یو سنایپر ټوپک، دوه کلاشینکوفه او څه باندې پنځه نیم سوه مرمۍ هم د سبوتیکا سیمې په یوه ځنګله کې موندل شوي.

د سربیا پولیسو د شنبې په ورځ هم دوه افغانان د قاچاق په تور له وسلو سره یوځای نیولي وو.

د سربیا پولیسو مخکې خبرداری ورکړی وو چې له کرواسیا سره په پوله باندې اکثرې قاچاقبرې ډلې د افغانانو له خوا اداره کېږي.