د اوکراین هوايي ځواک په کریمیا کې د روسیې یوه لویه بېړۍ ویجاړه کړې

د روسیې دفاع وزارت تایید کړې چې د نووچرکسک کښتۍ په میزایل لګېدلې او ویجاړه شوې ده.

د اوکراین هوايي ځواک د روسیې تر اشغال لاندې د کریمیا په ټاپو وزمه کې د سمندري ځواکونو یو اصلي بندر ویشتلی او یوه لویه بېړۍ یې ویجاړه کړې ده.

د اوکراین پوځ د ډسمبر په ۲۶ مه ټیلیګرام چینل کې ویلي چې د تاکتیکي هوايي چلند واحدونو د تور سمندرګي په ختیځ کې د فیودوسیا بندر په کروز توغنديو ویشتلی او د نووچرکسک په نوم بېړۍ یې هدف ګرځولې.

له بندر سره څېرمه شاوخوا سیمو کې د چاودنې غږ اورېدل شوی او ټکانونو یې د ځینو نږدې ودانیو ښیښې ماتې کړي.

د روسیې دفاع وزارت تایید کړې چې د نووچرکسک کښتۍ په میزایل لګېدلې او ویجاړه شوې ده.