د غزې روغتیايي چارواکي: د اسراییلو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۱ زرو تنو ته نږدې شوی

غزه کې د یو شمېر وژل شویو فلسطینیانو جسدونه

په غزه کې د روغتیا وزارت وایي، د اوکتوبر میاشتې له اوومې نیټې راهیسې چې په غزه کې جګړه پیل شوې، د اسراییل په هوایي بریدونو کې نژدې ۲۱ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

دې وزارت نن سې شنبې د مرګ ژوبلو د وروستیو شمېرو د خپرولو په مهال وویل چې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر۲۰ زره او ۹۱۵ کسانو او د ټپیانو ۵۴ زره او ۹۱۸ کسانو ته رسېدلی دی.

په غزه کې چې حماس ډله پرې واکمنه ده، د روغتیا وزارت په خبره یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۱ فلسطینیان وژل شوي او ۳۸۲ نور ټپیان شوي دي.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس ترهګره ډله ګڼي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل شوې چې حماس د اوکتوبر په اوومه د اسراییل پرقلمرو په بریدونو کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ یې یرغمل کړل.