د درېیو لوبغاړو په اړه د افغان کرکټ بورډ پرېکړې ته غبرګونونه

د عکس ښي لور ته فضل الحق فاروقي, منځ کې مجيب الرحمن او چپ لور ته نوين الحق

د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ اعلان وکړ چې د ملي لوبډلې له درېیو لوبغاړو مجیب الرحمن، نوین الحق او فضل الحق فاروقي څخه یې یو کال لپاره مرکزي تړون اخیستی او له دې وروسته به د دوو کلونو لپاره په لیګونو کې د لوبېدو اجازه هم ور نه کړي.

کرکټ بورډ ویلي دي چې دې لوبغاړو په سوداګریزو لیګونو په لوبېدو ټینګار کاوه، په همدې خاطر یې د تړون لاسلیکونو ته زړه نه ښه کاوه.

د افغانستان د کرکټ په دریو ملي لوبغاړو تر بندیز وروسته دافغان کرکټ بورډ دغه پرېکړې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د کرکټ ځینو مینه دا پرېکړه غندلې او یو شمېر نورو ستایلې ده.

د کرکټ د مسایلو پوه مشتاق رحیم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، لوبغاړو ته باید تر هر څه مخکې خپل وطن لومړیتوب ولري او که دوی د سوداګریزو لیګونو لپاره تر ملي لوبو تېرېږي، په کار ده چې ورته چلند ورسره شي.

د کرکټ د مسایلو پوه مشتاق رحیم

رحیم زیاته کړه:

"څوک چې زموږ د کورني کرکټ په مصرف یو ځای ته رسېدلي وي او له هغه وروسته حاضر نه دي چې د افغانستان د کرکټ خدمت وکړي او خپله دنده په کې ادا کړي، زه فکر کوم، په داسې حالاتو کې اړینه ده چې د دوی په وړاندې جدي ګام پورته شي چې نورو لوبغاړو ته مثال شي چې تاسې نه شئ کولای د افغانستان په نوم یو ځای ته ورسېږئ او بیا د افغانستان د کرکټ پر ځای سوداګریو لوبو ته لاړ شئ."

خو د کرکټ ځینې نور مینه وال او مبصرین دا پرېکړه د افغانستان په خیر نه بولي.

د افغانستان د کرکټ د رسنیو څانګې مخکېنی مسوول او د کرکټ د مسایلو لیکوال حکمت حسن وايي، په نورو هېوادونو کې هم لوبغاړي ورته غوښتنه کوي، خو په وړاندې یې دا ډول چلند نه کېږي.

نوموړی ازادي راډيو ته وویل:

"کرکټ بورډ باید د خبرو اترو او ډیالوګ له لارې له لوبغاړو سره دا مسله حل کړې وای او لوبغاړو ته یې دا قناعت ورکړی وای چې تړون وکړي، دومره غټه هنګامه باید نه وای جوړه شوې، ځکه دا درې واړه د افغانستان مهم لوبغاړي دي او په نشتون کې به یې زموږ لوبډله ډېره کمزورې وي."

د افغانستان کرکت بورډ اداره بیا د خپلې وروستۍ پرېکړې ننګه کړې

خو د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن ازادي راډيو ته وویل چې درېیو لوبغاړو کرکټ ته برېښنالیکونه لېږلي وو چې د ۲۰۲۴ کال لپاره دې مرکزي تړون نه ورکول کېږي او ټینګار یې په سوداګریزو لیګونو کې په لوبېدو و، ځکه له بندیز سره مخ شول.

سادات زیاتوي:

"د افغانستان کرکټ بورډ د یوې پرېکړې پر بنسټ د ملي لوبډلې په درېیو لوبغاړو مجیب الرحمان، فضل الحق فاروقي او نوین الحق باندې یو لړ بندیزونه وضع کړي.

دغو لوبغاړو ته به د ۲۰۲۴ کال لپاره مرکزي تړون ور نه کړل شي، د سوداګریزو لیګونو لپاره ورکړل شوي اجازت لیکونه یا NOC یې لغوه شول او همدا رنګه د راتلونکو دوو کلونو لپاره به په سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو لپاره اجازت لیکونه ور نه کړل شي. "

ښاغلی سادات وايي، د کرکټ بورډ غوښتنه دا ده چې لوبغاړي دې د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

د کرکټ بورډ د پرېکړې په اړه مو د مجیب الرحمان، فضل الحق فاروقي او نوین الحق غبرګون هم وپوښت، خو درېیو واړو لوبغاړو د راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ داسې مهال په تېزو توپ اچونکو فضل الحق فاروقي او نوین الحق او په ورو توپ اچونکي مجیب الرحمن بندیزونه لګوي چې دا درې واړه لوبغاړي د هند د غوره لیګ په ګډون یو شمېر نورو سوداګریزو لیګونو کې هم اخیستل شوي دي.

د افغانستان له دې درېیو توپ اچونکو په داسې حال کې مرکزي قرارداد اخیستل کیږي چې افغانستان په راتلونکې ۲۰۲۴ کال کې د شل اوریزه کرکټ په نړیوال جام کې ګډون کوي.

د کرکټ ځینې پوهان وايي چې د دغه لوبغاړو موجودیت په لوبډله کې اړین دی، خو لوبغاړي هم باید له اصولو سرغړونه ونه کړي.