محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر ضمانت منظور کړ

منظور پشتين د بلوڅو په احتجاجي لاريون کې د ګډون له کبله نيول شوی دی.

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین ضمانت منظور کړ.

د دغې غورځنګ یو مخکښ غړي ادریس پشتین د ازادي راډیو مشال څانګې ته نن د ډسمبر ۲۶مه ویلي، د ترهګري ضد محکمې په دواړو قضیو کې د منظور پشتین ضمانت منلی دی.

د ادریس په خبره، دوی د اسنادو د لاسلیک لپاره د قاضي په تمه دي.

ښايي په دې ضمانت سره منظور پشتین له زندانه راخوشې شي.

منظور پشتین د ډسمبر پر څلورمه د بلوجستان د پولیسو له خوا په چمن کې هغه مهال ونیول شو چې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې کډون کړی و.