امريکا په عراق کې د ايران په ملاتړو وسله والو بريدونه کړي

ارشيف

د امریکا پوځ وايي، په عراق کې يې د ایران د ملاتړو وسله والو د بې پیلوټه الوتکو له برید وروسته، پر دغو وسله والو بریدونه وکړل.

د امریکا د دفاع وزارت نن د ډسمبر ۲۶مه په یو بیان کې ویلي، دا بریدونه په ځايي وخت سهار وختي شوي او دې احتمال شته چې په کې د 'کتاب حزب الله' یو شمېر وسله وال وژل شوي وي.

پرون د عراق په اربیل کې د امریکا د پوځ پر یوې اډې د بې پیلوټه الوتکو برید وشو چې درې امریکایان په کې ټپیان شول.

په غزه کې د حماس او اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې په عراق او سوریه پر امریکايي پوځیانو له سلو ‌ډېر بریدونه شوي دي.

حماس هغه وسله واله ډله ده چې امریکا او اروپايي ټولنه يې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.