په کابل کې د پنځوسو ځوانانو او پېغلو د ودونو ډله ییز مراسم ترسره شول

ارشيف

په کابل کې پرون دوشنبه د پنځوسو ځوانانو او پېغلو د ودونو ډله ییز مراسم ترسره شول.

فرانس پرېس خبري اژانس ویلي چې د ودونو دغو مراسمو لپاره شپږ سوه جوړو نوملیکنه کړې وه، خو یوازې پنځوسو دا چانس ترلاسه کړی دی.

دغه ډول ودونه چې تر ډېره د یو شمېر خیریه ټولنو او بنسټونو له خوا ترسره کېږي، د بې وزله ځوانانو لپاره ډېر په ارزانه بیه تمامېږي.

په کابل کې د یوه عادي واده لګښت دوه تر دوه نیم لکو افغانیو کېږي، خو فرانس پرېس لیکلي چې د پرونيو مراسمو د هر زوم مصرف شاوخوا پنځلس زره افغانۍ و.

د روح الله رضایي په نوم یوه ځوان دغه خبري اژانس ته ویلي چې په عادي ډول او یوازې سر یې د واده وس نه درلوده.