د‌ کرکټ په درېیو افغان لوبغاړو د بندیزونو لګولو غبرګونونه پارولي

د عکس ښي لور ته فضل الحق فاروقي, منځ کې مجيب الرحمن او چپ لور ته نوين الحق

د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا پر درېیو ځوانو لوبغاړو د بندیزونو لګولو بېلابېل غبرګونونه پارولي دي.

کرکټ بورډ پرون دوشنبه له درېیو لوبغاړو فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب الرحمن څخه د یوه کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد اخیستو او همدارنګه د دوو کلونو لپاره په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د اجازې نه ورکولو پرېکړه وکړه.

کرکټ بورډ ویلي، دغه پرېکړه یې ځکه کړې چې په وینا یې دغو لوبغاړو د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو ډډه کوله او په سوداګریزو لیګونو کې یې په ګډون ټینګار کاوه.

د کرکټ یو شمېر مبصرینو او مینه والو د بورد دغه پرېکړه غندلې او ویل یې دي، ښه به وای چې د دغې پرېکړې پرځای لوبغاړو سره تفاهم شوی وی.

د کرکټ یو شمېر مینه والو بیا د کرکټ بورډ دغه انظباطي پرېکړه ستایلې او ویلې يې دي، د ملي لوبغاړو هدف باید یوازې تجارتي لیګونو کې لوبېدل نه وي.