روسيې د اوکراين د مارينکا ښارګوټي د نيولو ادعا کړې

د مارينکا ښارګوټي يوه څنډه

روسیې ادعا کړې چې ځواکونو یې د اوکراین په ستراتیژیکه سیمه دونتڅک د مارینکا په نوم ښارګوټی نیولی دی، خو کیيف دغه ادعا رد کړې او ویلې یې دي، ځواکونو یې دغې سیمه کې درې ناکامې حملې په شا تمبولي دي.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو پرون له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د ملاقات پر مهال چې په ژوندۍ بڼه له تلوېزیونه خپریده، د دغه ښارګوټي د نیولو ادعا وکړه.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د اوکراین څانګې د اوکراین د پوځ د ویاند اولیکساندر اشتوپون په حواله لیکلي چې د مارینکا د نیولو ادعا سمه نه ده.

هغه زیاته کړې چې د مارینکا د ساتلو لپاره مبارزه روانه ده او په خبره یې دا ښارګوټی بشپړ ویجاړ شوی دی.