کرکټ بورډ: له درې لوبغاړو مو قراردادونه واخیستل

د افغانستان د کرکټ بورد دفتر

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له درې افغان لوبغاړو څخه یې د یوه کال لپاره مرکزي قراردادونه اخیستي دي.

د دوشنبې په ورځ ناوخته کرکټ بورډ ولیکل، مجیب الرحمن، نوین الحق او فضل حق فاروقي د مرکزي قراردادونو له لاسلیکولو څخه ډډه کوله.

د یادې ادارې په وینا، د یوه کال لپاره به ذکر شویو لوبغاړو ته مرکزي قرارداد نه ورکوي او هم په بهرنیو لیګونو کې د دوو کلونو لپاره NOC نه ورکوي.

کرکټ بورډ ویلي: "افغانستان کرکټ بورډ، د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو څخه د ډډې کولو په پایله کې چې د ادارې او ملي ګټو خلاف عمل دی؛ دغه پرېکړه کړې ده. "

د کرکټ بورډ په خبره یادو لوبغاړو د مرکزي قرارداد د نه لاسلیکولو دلیل دا و چې په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې ولوبیږي.

یاده اداره وايي د دې لوبغاړو په تړاو یوې با صلاحیته کمیټې پرېکړه کړې ده او په پرېکړه کې ویل شوي دي:

"لومړی: د یوه کال مودې لپاره به دوی ته مرکزي قرارداد نه ورکول کېږي، خو که چېرې ادارې په لوبو کې د دوی شتون ته اړتیا ولیده نو غور به پرې کوي چې ایا د لوبې برخه وګرځول شي او که نه.

دویم- د راتلونکو دوو کلونو لپاره به دوی ته په بهرنیو لیګونو کې د ګډون لپاره هیڅ ډول اجازه یا NOC نه ورکول کېږي او اوسنۍ صادر شوي اجازت لیکونه یا NOCs به هم لغوه ګڼل کېږي.

درېیم- افغانستان کرکټ بورډ به خپله یاده پرېکړه د کرکټ نړیوالې شورا، کرکټ اسیايي شورا، نورو کرکټ بورډونو او ښکېلو اړخونو سره شریکوي، ترڅو په یادو لوبغاړو دغه پرېکړې په جدي ډول عملي شي."

د ویلو ده چې یادو لوبغاړو لا تر دې دمه د دې پرېکړې په تړاو څه نه دي ویلي.