افغانستان او پاکستان له پولیو څخه یوازېني نا محوه شوي هېوادونه اعلان شول

تصویر له ارشیفه

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې یوازېني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې محوه شوی نه دی.

د دې سازمان پر اساس، سږ کال تراوسه پورې د پولیو ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۶ په افغانستان او ۶ په پاکستان کې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د پولیو پرضد د واکسیناسیون عمومي کمپاین پیل شو.