د پاکستان پولیسو ۲۹۰ بلوڅ فعالان خوشې کړل

په پاکستان کې د بلوڅو د لاريونونو يو انځور

د پاکستان پولیسو نن ۲۹۰ توقیف شوي بلوڅ فعالان خوشې کړل.

دغه فعالان تېره اوونۍ اسلام اباد کې هغه مهال نیول شوي وو چې غوښتل یې د پولیسو له‌خوا د تري تم شویو او وژل شویو بلوڅانو د عدالت لپاره اعتراض وکړي.

دغو اعتراض کوونکو د بلوچستان له تربته تر اسلام اباد پورې سلګونه کیلو متره لاریون وکړ، خو اسلام اباد ته په رسیدو پرې پولیسو زورزیاتی وکړ او تیت او پرک یې کړل.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس لیکلي، اعتراض کوونکو کې تر ډېره مېرمنې وې چې د اعتراض پر مهال د ۷ تر ۱۲ کلونو پورې ماشومان هم ورسره وو.

بلوڅ اعتراض کوونکي ادعا کوي چې د پاکستان پولیسو زرګونه بلوڅان وژلي یا تري تم کړي، خو د پاکستان حکومت د زرګونه بلوڅانو د وژلو تایید نه کوي.