ریچارډ بینېټ یوځل بیا پر افغان ښځو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ یوځل بیا پر افغان ښځو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

یو کال وړاندې د طالبانو حکومت پر افغان ښځو او نجونو په نادولتي موسسو کې کار کولو بندیز ولګاوه.

ریچارډ بینېټ پرون یکشنبه د ډسمبر ۲۴مه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د ښځو کار د ټولنې د اقتصاد لپاره مهم دی او د دوی ونډه د ټولنې هوساینې او پرمختګ لپاره اړینه ده.

پر ښځو په نادولتي موسسو کې د طالبانو دا بندیز ملګرو ملتونو د ښځو له اساسي حقونو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې چې کله واک ته رسېدلي په افغانستان کې د ښځو پر فعالیت او کار د محدودیت لپاره له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.