۹ میلیونو افغان ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

ارشيف: په افغانستان کې د واکسين کمپياين څخه يو انځور

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د اعلان له مخې له نن دوشنبې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسیناسیون پیلېږي.

په دې سراسري واکسین کې به چې پنځه ورځې دوام وکړي نږدې نهه میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

د روغتیا وزارت د اعلان له مخې د هېواد د ختیځ په ۴۲ ولسوالیو کې چې د وایروس خطر ډېر دی، تر یوې اوونۍ پورې واکسیناسیون غځول کېږي.

په دغو سیمو کې به د ۱۰ کلونو څخه کم عمره ماشومان هم واکسین شي.

په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه د مهاجرینو بیرته ستنېدو د ویروس د خپریدو خطر زیات کړی دی.

د طالبانو د روغتیا وزارت سرپرست قلندرعباد وویل چې سږ کال د مثبتو پېښو ثبت شوی شمېر د اندېښنې وړ دی.

د رسمي شمېرو له مخې، په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو د وحشي ډوله ناروغۍ شپږ پېښې ثبت شوې دي.

تېر کال په ټول هېواد کې دوې پېښې ثبت شوې وې.