اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د درېیو میلیونو یورو مرسته کړې

د اروپايي ټولنې بيرغ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتریا اوچا د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره د اروپايي ټولنې د درېیو میلیونه یورو د مرستې خبر ورکړی دی.

یکشنبه ډسمبر ۲۴مه اوچا په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې ویلي دا ډول مرستې مرستندویه سازمانونه په دې برلاسي کوي چې په ټول افغانستان کې میلیونونو خلکو ته لازمې مرستې او خدمات ورسوي.

اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د مرستو څو بستې اعلان کړې دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دې وروستیو کې د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو په هدف نوی پلان وړاندې کړی دی.

اوچا ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان تر نیمايي زیات نفوس بشري مرستو ته اړتیا ولري.