د اوکراین خلک نن د مسکو په مخالفت د کرسمس جشن نمانځي

ارشيف

د اوکراین خلک نن د ډسمبر ۲۵مه د مسکو په مخالفت د کرسمس جشن نمانځي.

اوکراینیانو به پخوا د ارتودوکس کلیسا د نورو پيروانو په څېر چې اکثر یې د پخواني شوروي جمهوریتونه دي د جنوري په ۷مه د کرسمس اختر نمانځه.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي تېر جولای یوه مسوده لاسلیک کړه چې له مخې یې د کرسمس رسمي رخصتي او جشن د جنورۍ له ۷مې د ډسمبر ۲۵مې ته راوستل شو.

په دې قانوني لایحې کې راغلي و چې د دې کار هدف د جنوري په ۷مه د کرسمس د نمانځلو په شمول د روسیې د ټولو میراثونو بدلول او پرېښودل دي.

د اوکرایین خلک نږدې دوه کاله د روسیې د غیر موجه یرغل لاندې دي او سږ کال کرسمس او نوی کال په داسې حال کې نمانځي چې لا هم جګړه روانه ده.

د اوکراین د سیمه ییزو چارواکو په خبره په خرسون ښار باندې د روسیې د بریدونو په نتیجه کې تېر یوه شپه او ورځ لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي.