په افغانستان کې د ګاز نیولو د پېښو زیاتوالی؛ بدخشان کې یې د واده یوه نوې جوړه تلف کړه

د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

په داسې حال کې چې نن د ژمي درېیمه ورځ ده او یخني هم مخ په ډيریدو ده د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي وايي، د کورونو ګرمولو او روښانه کولو لپاره ګاز کاروي او له دې امله د ګاز نیونې د پیښو زیاتوالي اندېښمن کړي دي.

د جمعې په ورځ په بدخشان ولایت کې یوه نوې واده شوې جوړه د ګاز نیونې پېښې ښکار شول.

د بدخشان ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست سرپرست، حکمت الله محمدي د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د دې پېښې له امله چې د جمعې په ورځ د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې شوې ناوې مړه او زوم په کوما کې دی.

ومو غوښتل د دې پېښې د قربانیانو له کورنۍ سره هم وغږیږو خو بریالي نه شوو.

خو یو شمیر نورو کورنیو هم ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې ورته پیښو سره مخ شوي دي.

د پروان ولایت د غوربند ولسوالۍ اوسیدونکی عثمان وايي، له دې امله چې د لرګیو او سکرو د اخیستو توان نه لري ګاز کاروي خو د ده په خبره دوه ورځې وړاندې یې ټوله کورنۍ ګازو نیولې وه.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

" تاسو پوهیږئ چې کار او بار نشته او موږ د لرګیو او دې شیانو پیسې نه لرو. کله کله چې ډير ساړه شي ګاز کاروو دوه شپې مخکې زموږ ټوله کورنۍ ګاز نیولې وه، بیا روغتون ته ولاړو. دا نن بیرته له روغتون څخه راغلو. یو ماشوم هم و زما وراره د هغه حالت بیخي خراب و خو اوس له نیکه مرغه ښه دی."

د برېښنا نشتوالي ډېر خلک په ژمي کې د ګازي بخاریو کارولو ته اړ ویستي

د نیمروز ولایت اوسیدونکې سعیدې ازادي راډيو ته وویل چې د ده یو نږدې خپلوان هم د ګاز نیونې پیښې شاهدان و.

هغه زیاته کړه:

" زموږ خپلوان دي د کور ګرمولو لپاره یې ګازو نه استفاده کوله، بریښنا نشته د کور ګرمولو او روښانه کولو دواړو لپاره یې کارولو. بیا د دوی ساه بنده شوې وه، بیایې روغتون ته وړي وو، حالت یې ډير خراب و، څو چې درملنه یې وشوه اکیسجن ورکړل شو، بیا ورو -ورو ښه شول."

د ګاز نیونې د پيښو د شمیرو او په دې اړه د عامه پوهاوۍ په برخه کې د اقداماتو په اړه مو د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان وپوښت خو نوموړي د دې راپور تر خپریدو زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د داخله ناروغیو متخصص، ډاکټر الیاس غفورزی وايي چې د ګاز نیولو پېښې په ژمي کې زیاتیږي، خو خلک باید یو شمیر ټکو ته پام وکړي.

غفورزی زیاتوي:

"هغه کسان چې په کور کې د ګاز نیونې وروسته ضعف حالت سره مخ کیږي په لومړي قدم کې باید عاجل د ګاز منبع قطع شي. دوهم مریض باید عاجله ازادې فضا ته وایستل شي. او په درېیمه مرحله کې باید عاجل روغتون ته ولېږل شي څو بشپړه درملنه یې وشي. "

د یادونې ده چې د ګازو تر څنګ ډیری خلک په افغانستان کې په ژمي کې په ځانګړي ډول هغوی چې صندلۍ کاروي، سکاره یې هم نیسي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، بې کارۍ او بې وزلۍ ډیره شوې ده او خلک د خپل کمزوري اقتصاد څخه شکایت کوي.

یو شمیر دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې تر دې مخکې ویلي وو چې سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله د سون توکیو د پېرلو وس نه لري او هڅه کوي چې ارزانه او اقتصادي وسیلې وکاروي.

دوی دغه شان د برېښنا د پرچاویو له ډېرېدو هم شکایت کړی و، خو اړوندو مسوولینو د دغه شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې نه وې ځواب کړې.

که څه هم د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د تېلو بیه یو شان نه ده، خو د کابل اوسېدونکي وايي چې د یو ټن لرګیو بیه لس زره افغانۍ، د يو ټن سکرو ۱۴زره افغانۍ، او یو کیلو ګاز ۵۵ افغانۍ ده.