اوکرایني چارواکي: د روسیې بریدونو ۴ تنه وژلي او ۹ نور ټپیان کړي

د اوکراین یوه جګړه ځپلې سییمه

د اوکراین چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد پر جنوبي ښار خرسون د روسیې په راکټي حمله کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خرسون د محلي پوځي ادارې مشر اولیکسندر پروکودین په ټلګرام کې لیکلي چې د روسیې پوځیانو پر خرسون ۷۱ توغندي ویشتلي چې د ښار مرکز، د استوګنې سیمې، روغتیايي او تعلیمي بنسټونه، دغه راز اساسي بنسټونه یې په نښه کړي دي.

د ده په وینا، په قربانیانو کې یوه پوخ عمره جوړه او یو ماشوم شامل دي.

اوکرایني ځواکونو د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې د څو میاشتو له جګړو وروسته خرسون سیمه ونیوله، خو روسي ځواکونو بیا هم پر دې سیمې راکټي حملو ته دوام ورکړی دی.

بلخوا کییف وايي د اوکراین د هوايي مدافع دستګاوو، تېره شپه د روسیې له خوا د ۱۵ توغول شویو بې پېلوټه الوتکو له ډلې ۱۴ ویشتلي دي.

دا د شاهد په نوم په ایران کې جوړې شوې بې پېلوټه الوتکې وې.