ایران پر تجارتي کښتیو د حوثي یاغیانو له بریدونو سره همکاري رد کړه

تصویر له ارشیفه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پرون د امریکا د متحدو ایالتونو هغه تورونه رد کړل چې تهران دې پر تجارتي کښتیو د یمن د یاغیانو په حمله کې لاس ولري.

تهران وايي دا عمل د حوثي یاغیانو خپل کار دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي باقري د ایران مهر خبري اژانس ته ویلي، د حوثیانو مبارزه د دوی خپل کار دی.

د ده په وینا، د دوی اعمال د دوی د خپلو پرېکړو او ظرفیتونو له مخې دي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په وینا، د یمن حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، په سره سمندرګي کې پر لسو تجارتي کښتیو د څه باندې ۱۰۰ بې پېلوټه الوتکو او د میزاییلو په ذریعه حملې کړي دي.

د پنټاګون په وینا دغه حملې په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره شوې دي.

په غزه کې اسراییل له حماس ډلې په جګړه بوخت دی.

سپینې ماڼۍ تېره جمعه د امریکا هغه استخباراتي اطلاعات خپاره کړل چې له مخې یې ایران حوثي یاغیانو ته بې پېلوټه الوتکې، میزاییل او د تاکتیکي ذکاوت امکانات برابر کړي، هغه ډله چې د پلازمېنې صنعا په ګډون د یمن پر زیاتو برخو کنټرول لري.