د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې سبا د ګوزڼ پر ضد د واکسین کمپاین پيلیږي

تصویر له ارشیفه

سبا دوشنبه د افغانستان په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیلېږي.

«له پولیو خلاص افغانستان» ویبسایټ چې د روغتیا نړیوال سازمان یې ملاتړ کوي نن خبر ورکړی چې دغه کمپاین به په کندوز، تخار، بغلان، پروان، کاپیسا، نورستان، لغمان، کونړ، کابل، ننګرهار، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه ولایتونو او د هرات په ځینو برخو کې عملي شي.

دغې ادارې له ټولو کورنیو غوښتنه کړې، خپلو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، دغه واکسین ورکړي، څو له افغانستانه دغه ناروغي ورکه شي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د ګوزڼ ناروغي په کې ختمه شوې ده.

سږ میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ټولې په ننګرهار کې دي.

د ګوزڼ یا پولیو ویروس د انسان پر عصبي سیسټم حمله کوي او د هغوی د مرګ یا فلج سبب کېږي.

دا ویروس په اوبو او خوراکي موادو کې له یوه ماشومه بل ته خپرېدلای شي.