سویډني الاصله ایرانی ډاکټر رضا جلالي په اعدام محکوم شوی

تصویر له ارشیفه

ملګرو ملتونو پرون شنبه خبرداری ورکړ چې ایرانی الاصله سویډنی ډاکټر، احمد رضا جلالي د اعدام له سزا سره مخامخ دی.

دا وروسته له هغې چې د سویډن یوې محکمې د ایران د زندان یو پخوانی چارواکی حمید نوري مجرم وپېژاند.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي چې داسې ځوروونکي خبرونه شته چې ممکن جلالي ډېر ژر اعدام شي.

د ازادۍ راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا د راپور له مخې، جلالي په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د جاسوسۍ، پر اسراییل د اطلاعاتو خرڅولو او پر ځمکه د فساد خپرولو په تور محکوم شوی، هغه تور چې د سویډن حکومت او د جلالي ملاتړو رد کړی دی.

ملګرو ملتونو په نږدې راتلونکي کې د جلالي د اعدام په باب په داسې حال کې اندېښنه ښودلې چې وېره شته چې د سویډن استیناف محکمې له خوا د حمید نوري مجرم پېژندل به، په ایران کې د څو سویډني بندیانو برخلیک په خطر کې واچوي.