کرکټ؛ افغان کرکټ بورډ او د ملي لوبډلې مشر رزونکی ټروټ بیا ځلي قرارداد کوي

جانتن ټروټ، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی

د افغانستان کرکټ بورډ او د ملي لوبډلې د مشر روزونکي جانتن ټروټ ترمنځ یو کلن هوکړه لیک د روان کال د ډسمبر میاشتې په وروستۍ نېټه پای ته رسیږي.

ښاغلي ټروټ د انګلستان له پي اې خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې ویلي دي، یو وار بیا یې له افغانستان سره د مشر روزونکي د دندې هوکړه لیک ترلاسه کړی دی.

نوموړي زیاته کړې: "لکه څنګه چې ما غوښتي دي، هماغسې وړاندیز راته شوی دی. خو زه غواړم دا هم یقیني کړم په کومه برخه کې چې مونږ نورو روزونکو او ملاتړو کسانو ته اړتیا لرو، هغه هم راسره وګومارل شي. "

مشر روزونکي زیاته کړې ده، تر نړیوال جام وروسته د لوبډلې په روزونکي ډلګۍ کې بدلونونه رامنځته شوي دي. هغه وايي: " زه غواړم داسې روزونکي وګومارو چې مونږ د شاه تګ پر ځای لا نور مخکې لاړشو."

وروسته له هغې چې افغانستان د ۲۰۲۳ ز کال په ۵۰ اوریز نړیوال جام کې ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړې، یو وار بیا یې پرېکړه کړې ده چې له اوسني روزونکي جانتن ټروټ سره قراداد وغځوي.

که ټروټ او افغان کرکټ بورډ هوکړې ته رسیږي، نو دا هوکړه لیک به د راتلونکي ۲۰۲۴ ز کال د ډسمبر تر پایه پورې وي.

افغان لوبډله به په دې کال کې په شل اوریز نړیوال جام کې چې په ویسټ اینډيز او امریکا کې کېږي، ګډون وکړي.

افغان کرکټ بورډ ویلي دي چې لوبډله به یې د روانې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې له عربي متحده اماراتو سره د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي.

د ویلو ده چې لا د دې هوکړه لیک په تړاو افغان کرکټ بورډ رسنیو ته څه نه دي ویلي.