د خوړو نړیوال پروګرام: ۴ میلیونه افغان ماشومان او میندې په خوارځواکۍ اخته دي

تصویر له ارشیفه

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وايي، څلور میلیونه ماشومان او میندې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي.

دې سازمان نن د (ډیسمبر۲۳) پر خپلې اېکس شبکې (پخواني ټویټر) له دې پروګرام سره د مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو له مرستې مننه کړې ده.

د ډبلیو اف پي په خبره، دا مرستې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي لپاره لګول کیږي.

له دې وړاندې، د امریکا د متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه ویلي، په افغانستان کې د خوراکي توکو کمښت ډېرې میندې دې ته مجبوري کړي چې خپلو ماشومانو ته د ارامېدو لپاره د انټي هسټامین په نوم درمل ورکړي

دا درمل چې نشه راوړونکي دي، د مسومیت لپاره کارول کېږي.

دې کمېټې پرون ناوخته خبرپاڼه کې زیاته کړې، په افغانستان کې همدا اوس له ۱۲ میلیونه زیات وګړي له سختې لوږې سره مخ دي، ۳ میلیونه ماشومان سختې خوارځواکۍ نیولي او د بودجې د کمښت له امله له ۱۰ میلیونه بې‌‌وزلو افغانانو سره د خوړو د نړیوال پروګرام په ګډون د مرستندویه ادارو بېړنۍ مرستې هم بندې شوي دي.

د متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په خبرپاڼه کې د هغو ۲ میلیونه کورنیو د بد وضعیت یادونه هم شوې چې سرپرستې یې ښځې کوي.