بې وزلي، ژمی او د افغانستان د لیلامي جامو بازارونه

د کابل ښار د لیلامي پلورنځیو یوه څنډه

د ژمي موسم په رارسېدلو سره په افغانستان کې د بې وزله کورنيو اندېښمې نورې هم ډېرې شوي دي.

دوى وايي چې د بېلابېلو لاملونو له امله سږ کال د ځان او خپلو ماشومانو لپاره د ژمي ګرمې جامې نه شي اخيستلى.

د کابل ښار اوسېدونکې د څلورو ماشومانو مور فرزانه وايي، مېړه يې ناروغ دی او ماشومان يې په ژمي کې د اغوستلو لپاره ګرمې جامې نه لري.

هغې ازادي راډيو ته وویل چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای چې خپلو ماشومانو ته په لیلاميو کې هم جامې واخلي.

فرزانه زیاتوي:

"په تیرو کلونو کې، زموږ د ژوند وضعیت ښه و، خو بیا هم، د نویو جامو د اخیستلو توان مو که نه درلود ما به په ليلاميو کې جامې اخيستې. سږ کال هغه هم نه شم اخيستى زما ماشومان بوټان نه لري حتی جرابې چې لس افغانۍ قيمت لري هم نه شم اخيستى نو په لیلاميو کې جامې، چېرته او څنګه واخلم؟"

د ننګرهار ولايت اوسېدونکى عبدالله وايي، دا مهال وزګاره دى او د ژمي په را رسېدو سره يې اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.

نوموړي ازادي راډيو ته دا هم وويل، چې سږ کال د ليلاميي جامو اخيستل هم ورته ګران دي.

عبدالله زیاتوي:

"بیه ډیره لوړه شوې، موږ اوس له دکانونو څخه ګرمې جامې نه شو اخیستلی، د لیلام جامې هم ګرانې دي، موږ په دې وخت کې کار نه شو موندلی، ژمی راورسیده، موږ لا هم څه نه دي اخیستي او حتی د لیلامي جامو د اخيستو توان هم نه لرو."

د هرات سږنیو زلزلو زرګونه تنو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ لسګونه زره نور هم سخت وځپل

د هرات ولايت اوسېدونکې بهار وايي چې په دغه ولايت کې د سږکال زلزلو د دغه ولايت د ډېرو خلکو اقتصادي ستونزې لا پسې زياتې کړې دي.

هغې له موږ سره په خبرو کې زياته کړه چې ډېرى خلک د جامو د اخيستو لپاره د ليلاميو بازارونو ته ځي، ځکه دوى نه شي کولاى له دوکانونو څخه قيمتي جامې واخلي.

بهار زیاتوي:

"د هرات د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر ښه نه دی. له زلزلو وروسته خلک لا بې وسه شول. د هرات ښار په یوه واټ کې د ليلاميو جامو بازار شته، چې ډېر بيروبار دی پکې.ځکه د لیلامي جامو کارول ډېر دي. موږ يې هم کله ناکله کاروو، ځکه چې په دوکانونو کې د ګرمو ژمنیو جامو بیه ډېره لوړه ده."

د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د لیلاميو دوکانونه شته چې ډېری یې د سينما پامير او ده افغانانو په سیمه کې دي چې خلک هره ورځ له دغو مارکېټونو څخه د اړتیا وړ جامې اخلي، خو د ژمي په رارسېدو سره خلک ورته نور هم راټولېږي، او په سوړ ژمي کې د دوی بازار ښه تود وي.

بل لورته یو شمېر لیلامي پلورونکي شکایت کوي، چې که څه هم د جامو د لیلام لپاره ډېر خلک راځي، خو د دوی د پلور بازار د تېرو کلونو په څېر ښه نه دی.

یو له دوى عزیزالله ازادي راډيو ته وویل:

"په تېرو کلونو کې خلکو په ډېره ښه بيع جامې اخيستې، چې موږ ورته په ٢٠٠ او ٣٠٠ افغانۍ ويل، هم اخيستلی يې شول اوس خلک نه شي کولى، چې په ١٠، ٢٠ او ٣٠ افغانۍ وي هم نه یې شي اخيستى، مونږ هم خشره مالونه راوړو چې خلک يې د اخيستو وس ولري."

ډیری ليلامي جامې افغانستان ته له بېلابېلو هیوادونو او په ځانګړې ډول له پاکستان څخه واردیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اوس د ژمي موسم پیل شوی او خلک وايي چې په اکثرو سیمو کې هوا ډېره سړه ده او ګرمو جامو ته اړتیا لري.

لیلام پلورونکي د بازار له سوړوالي شکایت لري

د ملګرو ملتونو په ګډون د نړيوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو وروسته د کورنيو اقتصاد ډېر کمزورى شوى، بېکاري ډېره شوې او ډېر خلک د پېرلو وس نه لري.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند تل ادعا کړې چې په افغانستان کې بشري وضعیت دومره کړکېچن نه دی لکه څنګه چې د دې سازمانونو په راپورونو کې منعکس کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) مخکې ویلي وږ چې په ۲۰۲۳ کال کې به ۲۹.۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري، اوس دا وېره موجوده ده چې او له پاکستان او ایران څخه د زرګونو کډوالو په شړلو سره به دا شمېر نور هم زیات شي.