اروپا کې د پي ټي ایم لاریون؛ د پاکستان پوځ یې د لږه کیو پر ضد په بشري جرمونو تورن کړ

د لاریون یوه څنډه

په اروپا کې د پي ټي ایم یو شمېر غړو د پاکستان پوځ د پښتنو په ګډون په دې هېواد کې د مېشتو لږه کیو په وژنو، نادرکه کولو او بشري جرمونو تورن کړی دی.

دا پي ټي ایم دا غړي چې د اروپا له بېلابېلو هېوادونو پرون (د ډیسمبر۲۲مه) د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې راټول شوي وو، وايي پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی هېواد دی او د پښتنو په ګډون، ټول هغه لږه کي چې په دې هېواد په سوله ییز ډول غږ پورته کوي، ځپي.

ګډون کوونکو، د پي ټي ایم پر مشر منظور پښتین برید او د هغه نیول د قانون خلاف وبلل او ژر تر ژر د هغه د خوشې کیدو غوښتنه يې وکړه.

منظور پښتین د ډیسمبر په څلورمه په چمن کې د بلوچستان ایالت پولیسو وروسته له هغه ونیوه چې د موټرو پر کاروان یې ډزې وشوې.

په بروکسل کې راټولو شویو د پي ټي ایم دې غړو د بلوڅو لاریون کوونکو پر وړاندې د پاکستان د حکومت چلند د بشري حقونو ضد عمل ګڼلی دی.

د پاکستان پولیسو له هغو بلوڅ اعتراض کوونکو سره تاوتریخوالی کړی و چې د بلوچستان له تربت سیمې نه تر سلګونه کیلو متره لاریون وروسته اسلام اباد ته رسیدلي وو.

دغو لاریون کوونکو بلوڅو زندانیانو ته د عدالت غوښتنه کوله.