اوکراین له روسي ځواکونو سره د ۷۵ تازه نښتو خبر ورکړ

اوکرایني پوځیان

کیف وايي، په تېرو۲۴ ساعتونو کې د اوکرایني پوځ او روسي ځواکونو ترمنځ ۷۵ نښتې شوې دي.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن د (ډیسمبر ۲۳مه) وویل، پوځیانو يې د هxواد په ختیځ او شمال ختیځ کې د جګړې په لومړیو کرښو کې د روسي ځواکونو بریدونه شنډ کړي او په خارکیف کې يې هم ۱۶ بریدونه په شا تمبولي دي.

د لوی درستیز په خبره، په خارکیف کې روسانو هڅه کوله چې د دوی دفاعي کرښې ماتې کړي.

د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې له کله چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، په زرګونو اوکراینیان وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان دي.

له دې سره همهاله، په زرګونه اوکراینیان کډوال شوي هم دي.