روغتیا نړیوال سازمان: له پاکستانه د افغانانو ستنېدو د پولیو د خپریدو خطر زیات کړی

له پاکستانه خپل هېواد ته یو شمېر ستانه شوي افغانان

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدنې په دې هېواد کې د پولیو ویروس د خپرېدو خطر زیات کړی دی.

دا اندېښنه د پولیو د له‌منځه‌وړو د بېړنۍ کمېټې په ۳۷مه غونډه کې مطرح شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون یوه اعلامیه کې لیکلي، که څه هم وروستیو نږدې څلور میاشتو کې په دې هېواد کې د پولیو کومه نوې پېښه رسما نه‌ده ثبت شوې، خو ګواښ لا هم پر ځای دی.

د پولیو د له‌منځه‌وړو بېړنۍ کمېټې په افغانستان کې د پولیو پروګرام د بېړني پلان فعالېدو خبر هم ورکړی او زیاتوي، مهمو سیمو او لارو کې یې اضافي ټیمونه او څارونکي ځای پر ځای کړي چې راستنېدونکي ماشومان واکسین کړي.

دې سازمان دا هم لیکلي چې د راستنېدونکو په شمېر کې وروستی زیاتوالی به په افغانستان کې بشري ننګونې لا پسې زیاتې کړي.

اوس‌مهال په افغانستان کې د پولیو ۶ پېښې ثبت دي چې ټولې په ننګرهار کې دي.