د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن جمعه ایران ته لاړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن په خپله ټولنیزه شبکه ایکس یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې متقي د یوه هیئت په مشرۍ د فلسطین په باب په یوه مشورتي سیاسي کنفرانس کې د ګډون لپاره ایران ته سفر کړی دی.
د هغه په وینا، دغه سفر د ایران د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه شوی دی.
د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ایران له هغو ګوتو په شمېر هېوادونو دی چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.