پراګ کې د یوه وسله‌وال له لوري د ۱۴ کسانو وژنه؛ سبا شنبه ملي ماتم اعلان شوی

د پنجشنبې ناوخته د پراګ په مرکزي برخه کې په چارلز پوهنتون کې د ډزو په نتیجه کې ۲۵ نور کسان ټپیان شوي چې د لسو وضعیت ناوړه بلل شوی دی.

چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د یوه ۲۴ کلن محصل د ډزو په نتیجه کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو له کبله سبا شنبه ملي ویر اعلان کړی دی.

د پنجشنبې ناوخته د پراګ په مرکزي برخه کې په چارلز پوهنتون کې د ډزو په نتیجه کې ۲۵ نور کسان ټپیان شوي چې د لسو وضعیت ناوړه بلل شوی دی.

د دې پېښې له کبله ګڼو هېوادونو او سازمانونو عکس العمل ښودلی دی.

د چک ولسمشر پیټر پاول ویلي د هغې پېښې له کبله یې ټکان خوړلی او د پېښې د قربانیانو له خپل خپلوانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د جرمني، فرانسې، سلواکیا، اروپايي ټولنې او اسراییل مشرانو هم خواخوږي ښودلې ده.

سپینه ماڼۍ وايي چې چمتو ده د اړتیا په صورت کې د چک جمهوریت لاسنیوی وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژایر پېیر ویلي، د فډرال ادارې چارواکي چې د چک جمهوریت له چارواکو سره د دې پېښې په اړه څېړنه کوي په تماس کې دي او د امریکا متحد ایالتونه د اړتیا په صورت کې مرسته کوي.

بل لوري ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د پېښې د قربانیانو له خپلوانو سره خپله صمیمانه خواخوږي ښيي.

زیلینسکي ټپیانو ته د عاجلې شفا هیله کړې ده.