طالبانو د ۵۰۰ ولټه برښنا د لېږد د بل کېبل پروژه پرانیستله

ارشیف

د طالبانو چارواکي وايي، د ۵۰۰ ولټه برښنا د لېږد د بل کېبل پروژه یې پرون پنجشنبه پرانیستله.

په هغو مراسمو کې چې په دې مناسبت جوړ شوي وو، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او نورو طالب چارواکو ګډون کړی و.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې د برښنا دغه مزی یا لین به ۵۰۰ ولټه برښنا د جوزجان له شبرغان ښار څخه د بغلان ولایت تر خواجه الوان دښتې او له هغه ځایه د کابل تر ارغندې ورسوي.

په دوام کې ویل شوي چې دغه پروژه به په دوو کلونو کې بشپړه شي او عملي کېدل به یې له ترکمنستان نه زر میګاواټه اضافي برښنا افغانستان ته انتقال کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانان په ځانګړي ډول کابل کې د ژمي له رسېدو سره جوخت د برښنا د پرچاوي له زیاتوالي شکایت لري.

افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د ترکمنستان تر څنګ له ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه د برښنا د رانیولو تړونونه کړي او د افغانستان د برښنا ډېره برخه له بهره واردېږي.