پاکستاني او کاناډايي چارواکو په کاناډا کې د افغان پناه غوښتونکو پر بیا مېشتولو خبرې کړي

د پاکستان د لنډمهاله حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني

د پاکستان د لنډمهاله حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني د کاناډا له لویې کمېشنرې لسلي سکانلون سره، په کاناډا کې د افغان پناه غوښتونکو پر بیامېشتولو او په دې پروسه کې د پاکستان له خوا د اسانتیا پر برابرولو خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، دواړو مشرانو پرون په اسلام اباد کې سره کتلي دي.

په دوام کې ویل شوي چې د کاناډا لویې کمېشنرې، د افغان پناه غوښتونکو د بیامېشتولو په چارو کې د اسلام اباد د مرستې مننه کړې ده.

کاناډا ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږدولو په دوام، تېره چهارشنبه ۳۳۹ نور افغان وګړي هم کاناډا ته ورسېدل.

کاناډا ویلي چې دغه افغانان په یوه چارټر الوتکه کې هغه هېواد ته ورسېدل.