پولیس: په پلازمېنه پراګ کې د ډزو له کبله ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل دي

پولیسو په پراګ کې د یان پالاخ او شاوخوا سیمه هغه ځای چې دا پېښه په کې رامنځته شوه، محاصره کړې او له خلکو يې غوښتې چې د چارلز پوهنتون او د هنرنو، طراحي او معماري له اډکامۍ ځانونه لرې وساتي.

‌د چک جمهوریت د پلازمېنې پراګ د پولیسو مشر وايي، یوه وسله‌وال کس په یوه پوهنتون کې په ډزو سره لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي او ۲۴ نور ژوبل کړي دي.

مارټین وندراشیک ویلي، د پنج شنبې د ماسپښین په دې پېښه کې په خپله حمله کوونکی هم وژل شوی دی.

ګومان کېږي چې حمله کوونکی د همدغه پوهنتون محصل و او تر دې حملې مخکې یې خپل پلار هم وژلی و او پولیس په پسې وو. د حمله کوونکي رسمي هویت لا په ډاګه شوی نه دی.

د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر ویت راکوشان تېر ماښام یوه کنفرانس ته وویل، داسې نښې نه دي لیدل شوي چې دا پېښه دې، له نړیوال ټروریزم سره ارتباط ولري.

دا چک جمهوریت په تاریخ کې د وسلې په ذریعه تر ټولو بده پېښه ګڼل شوې ده.

ویل شوي د ۲۴ ټپيانو له ډلې، ۹ تنه یې په خراب صحي وضعیت کې دي.

پولیسو تر حملې وروسته په پراګ کې یان پالاخ او شاوخوا سیمه کلابنده کړې وه او له خلکو يې غوښتې وو چې د چارلز پوهنتون او د هنرونو، طراحۍ او معمارۍ له اډکامۍ ځانونه لرې وساتي.