طالبانو د ملګرو ملتونو وروستۍ غوښتنې ته غبرګون وښود

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، ملګري ملتونه د لویو قدرتونو له خوا اداره کېږي او د همدې هېوادونو د ګټو پر اساس په کې پرېکړې کېږي.

مجاهد نن دا خبره د افغانستان ملي راډیو تلوېزون سره په خبرو کې، د ملګرو ملتونو د هغې غوښتنې په غبرګون کې کړې چې دې سازمان تېره شپه د امینت شورا په ناسته کې یوځل له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې سیستماتیک جنستي تعبیض ته د پای ټکی کېږدي.

هغه په دې خبرو کې له نړیوالو غوښتنه کړې چې د دوی حکومت دې په رسمیت وپېژني او په ملګرو ملتونو سازمان کې ورته د افغانستان څوکۍ هم ورکړي.

د امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت د اصولو لپاره د ګډو ژمنو د اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو او د امنیت شورا راتلونکو غړو په یوه ګډ پرېکړه لیک کې چې د ډسمبر په ۲۰مه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ناستې وروسته خپور کړ، ویلي چې افغان نجونو او ښځو ته د هغوی د بشپړ بشري حقونه او اساسي ازادۍ ورکړل شي.

دې هېوادونو له طالبانو دا هم غوښتې وو چې د یو ګونډ په توګه ټولو هغو کنوانسیونونو او د بشري حقونو تړونونو ته درناوی وکړي چې افغانستان د یو حکومت په توګه لاسلیک کړي دي.