په ایران کې له زرو تر دوو زرو کسان د مخدره موادو د خرڅلاو په تور په اعدام محکوم شوي

له ارشیفه د دار یو سمبولیک تصویر

د ایران د پارلمان یو غړی وايي، له زرو تر دوو زرو کسان د لرستان ولایت په دلفان ولسوالۍ کې د مخدره موادو د خرڅلاو په تور په اعدام محکوم شوي دي.

یحیی ابراهیم په هغې ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو يې خپره کړې، وايي، د دغو کسانو د کورنیو سره د کتنې پر مهال ورته معلومه شوې چې دا کسان د اعدام له حکم سره مخامخ دي.

د پارلمان د دې غړي د څرګندونو دقیق وخت معلوم نه دی، خو د ایران کورنیو رسنیو د هغې ډلې د اطلاعاتو روز ویبپاڼې پرون دا خبر ورکړی دی.

په پارلمان کې د دلفان استازی ویلي، په روانه اوونۍ کې يې په دلفان کې د هغو زندانیانو له کورنیو سره چې په اعدام محکوم شوي کتلي دي.

د پارلمان د دې غړي په خبره، په دغې ولسوالۍ کې په اعدام د محکومو شویو کسانو شمېر ډېر لوړ دی.