کرکټ؛ افغانستان له هند او سویلي افریقا سره سیالۍ کوي

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ ملي لوبډله

ټاکل شوې چې د افغانستان تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډله د روانې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې له هندوستان او سویلي افریقا سره په درې اړخیزې لوبلړۍ کې ګډون وکړي.

افغان کرکټ بورډ وایي، یادې سیال د سویلي افریقا په کوربتوب د ډسمبر په ۲۹مه نېټه پیلېږي او د نوي زېږدیز کال د جنورۍ میاشتې تر ۱۰مې نېټې به دوام لري.

کرکټ بورډ زیاتوي: "افغان لوبډله به په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د هندوستان، خپله دویمه لوبه د سویلي افریقا نوولس کلنو پر وړاندې د ډسمبر په ۳۱مه درېیمه لوبه د ۲۰۲۴م کال د جنوري میاشتې په څلورمه د هندوستان او خپله څلورمه او وروستۍ لوبه د جنوري میاشتې په ۸مه نېټه د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي چې له هغه وروسته به پایلوبه د همدې میاشتې په ۱۰مه نېټه د دوو غوره لوبډلو ترمنځ ترسره شي."

یادې سیالۍ به د سویلي افریقا د پلازمېنې جهانزبرګ د اډوارډینز په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د دې سیالیو لپاره لا ملي نولس کلنه لوبډله نه ده اعلان شوې، خو په عربي متحده اماراتو کې د لوبغاړو تمریناتي کمپ پیل شوی دی.

باید وویل شي چې افغان نوولس کلن ځوانان به له یادې درې اړخیزې لوبلړۍ وروسته د نوولس کلنو ځوانانو په نړیوال جام کې چې په یاد هېواد کې ترسره کېږي؛ ګډون وکړي.