د لبنان په جنوب کې د اسراییلو هوایي بریدونه؛ یوه ۸۰کلنه ښځه وژل شوې او خاوند یې ټپي دی

د روانې ‌ډسمبر میاشتې په درېیمه هم اسراییلو د لبنان پر دغه سیمه بریدونه کړي وو.

د لبنان په جنوب کې د اسراییلو په هوایي بریدونو کې یوه څه باندې اتیا کلنه ښځه وژل شوې او خاوند یې ټپي شوی دی.

فرانس پرېس د لبنان د دولتي رسنیو په حواله ویلي چې پېښه نن پنجشنبه شوې او په وینا یې د دوی سرچینو هم دا خبر تایید کړی دی.

د لبنان او اسراییل ترمنځ د ګډې پولې پر سر وخت ناوخت د اسراییلي ځواکونو او حزب الله ډلې ترمنځ چې د حماس ملاتړې ده، ډزې تبادله کېږي.

د بشري حقونو ډلو او لبناني چارواکو په ځلونو اسراییل تورن کړی چې د بریدونو پر مهال له داسې کیمیاوي موادو کار اخلي چې د انسان بدن ته د رسېدو په صورت کې د بدن د سوځېدو لامل کېږي.

اسراییل دا تورونه رد کړي دي.