په اسلام‌اباد کې د معترضو بلوڅو د تیت او پرک کولو لپاره له زوره کار اخیستل شوی

د بلوڅو معترضینو د لاریون یو انځور

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پولیسو نن پنجشنبې سهار وختي د هغو بلوڅو معترضینو د تیت او پرک کولو لپاره له زوره کار واخیست چې د پلازمېنې پر لور یې څو سوه کیلومتره احتجاجي لاریون کړی و ترڅو د بلوڅانو د زیاتو نیولو او د پولیسو له خوا له هغوی سره ناوړه چلند ته پام واړوي.

د مېرمن مهرنګ بلوچ په نوم یوې مېرمنې چې د دغه اعتراضي لاریون مشري یې کوله په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې پر دغه لاریون د اسلام اباد پولیسو حمله وکړه، دا یې له یو شمېر نورو معترضو مېرمنو او سړو سره یوځای نیولې.

د راپورونو له مخې په داسې حال کې چې پولیسو د معترضینو د خورولو لپاره له زوره کار واخیست او هغوی یې نقلیه وسایطو ته پورته کول، یو شمېر معترضین د پولیسو له خوا وهل شوي او ټپیان شوي دي.

اعتراض کوونکو د پاکستان له حکومته له محکمې پرته د وژل شویو او تري تم شویو بلوڅانو لپاره د عدالت غوښتنه کوله.

دوی ادعا کوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو زرګونه بلوڅان په زوره نیولي او بیا یې وژلي او تري تم کړي دي.

د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت که څه هم د زرګونه بلوڅانو لادرکه کېدل نه مني، خو ویلي یې دي چې له یو شمېر تورنو پولیسو یې پلټڼې پیل کړي دي.

د بلوڅانو دغه لاریون د اسلام اباد پر لور تر روانېدو مخکې د بلوچستان ایالت له مرکز کوټې څخه تېر شوی و.