بلېنکن: اسراییل دې په غزه کې د پوځي عملیاتو شدت کم کړي

په غزه کې د حماس پر ضد د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو یو انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وایي، متحده ایالات له اسراییل غواړي او دا تمه ترې لري چې په غزه کې د پوځي عملیاتو شدت کم او بلې مرحلې ته یې واړوي، داسې چې په ترڅ کې یې د سختدریځې حماس ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني پر مشرتابه او د هغې پر تاسیساتو باندې پر هدفي عملیاتو تمرکز وکړي.

بلېنکن چې پرون چهارشنبې یې په واشنګټن کې د روان کال په وروستي خبري کنفرانس کې څرګندونې کولي وویل، کله چې دغه بدلون رامنځته شي، ملکي وګړو ته زیان اوښتل به د پام وړ کم شي.

بلېنکن یوځل بیا له اسراییل وغوښتل چې په بشپړه توګه د حماس ډلې د له منځه وړلو پر لور وړاندې تګ کې د ملکي تلفاتو د کمېدو لپاره خپل مسوولیت پوره کړي.

په غزه کې اسراییل وروسته له هغې جګړه پیل کړې چې د اکټوبر پر اوومه نېټه حماس د اسراییل پر جنوبي ښارګوټو بریدو وکړ، ۱۲۰۰ اسراییلیان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل.