اتونبایوا: له پاکستانه اخراج شوي افغانان تر ټولو بې‌وزله او بې امکاناتو وګړي دي

له پاکستانه ایستل شوې یوه افغان کډواله چې اوس د ننګرهار په تورخم کې یوه خیمه کې شپې او ورځې تېروي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا وایي، له پاکستانه اخراج شوي افغانان تر ټولو بې‌وزله او بې امکاناتو وګړي دي.

مېرمن اتونبایوا تېر ماښام امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د دغو اخراج شویو ۸۰ زره یې کور یا سرپناه نه لري او نه پوهېږي چې چېرته ولاړ شي.

د هغې په وینا، له کله چې پاکستان له هغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو ایستل پيل کړي، نژدې نیم میلیون افغانان تراوسه اخراج شوي دي.

د پاکستان حکومت د تېرې نومبر میاشتې په سر کې له هغه هېواده د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پيل کړه.

د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له نیوکو، غبرګونونو او غوښتنو سره سره پاکستان دغه لړۍ لا روانه ساتلې ده.